سه شنبه, اگست 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    دایکندي کې سلګونه زره کسان د روغتیا او حفظ‌الصحې له پروګرامونو برخمن شوي

    بدخشان؛ د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۴ د اوبو لګولو کانالونه بشپړ شوي

    د تازه مېوو د صادراتو د ملاتړ لپاره تخنیکي کمېټه جوړېږي

    سمنګانو کې د ترافيکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    دایکندي کې سلګونه زره کسان د روغتیا او حفظ‌الصحې له پروګرامونو برخمن شوي

    بدخشان؛ د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۴ د اوبو لګولو کانالونه بشپړ شوي

    د تازه مېوو د صادراتو د ملاتړ لپاره تخنیکي کمېټه جوړېږي

    سمنګانو کې د ترافيکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

وکیلان: دلته نظام شاهي نه دی، د ولسمشر مېرمن هېڅ ډول قانوني صلاحیتونه نه لري

دسمبر 22, 2020
in افغانستان
0 0

د دولت او ولسي جرګې تر منځ یو ځل بیا ناندرۍ رامنځ ته شوې دي. د ولسمشر غنې مېرمنې رولا غني څو ورځې وړاندې په خپلو څرګندونو کې ویلي وو، چې د افغانستان ولسي جرګه د پلور او پېر په بازار بدله شوې ده او همدا راز یې ویلي وو چې د پارلمان تایید او یا رد ورته مهم نه دی، بلکې رد شوي وزیران به هم خپلو دندو ته ادامه ورکوي. د ولسي جرګې غړو په پرونۍ غونډه کې رولا غني بې صلاحیته او مجهول المسوولیته وبلله او ځینو ان د دې غوښتنه وکړه چې له نوموړې دې د افغانستان تابعیت واخیستل شي.

د ولسي جرګې غړو د خپلې تېرې ورځې په عمومي غونډه کې د امنیتي مسایلو تر څنګ، د ولسمشر د مېرمنې رولا غني پر وروستیو څرګندونو هم اوږده بحثونه وکړل. د ولسي جرګې غړو ادعا کوله چې رولا غني په خپله مرکه کې د افغانستان خلک (ناپوهه) بللي او تر څنګ یې د ملت کور ته سپکاوی کړی دی.  د تېرې ورځې په غونډه کې د ولسي جرګې یوه غړي حبیب الرحمن پدرام وویل چې د لومړۍ مېرمنې په نامه کوم رسمي بست د افغانستان په قوانینو کې نشته او هغه بې صلاحیته ده. نوموړي وویل چې لومړۍ مېرمنې د افغانستان خلکو ته د ناپوهه خطاب کړی دی او د ملت کور ته یې سپکاوی کړی، چې باید د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري تعقیب شي. د ده په خبره: «هغې خلکو ته د ناپوهه خطاب کړی دی. اصلاً هغه څوک ده؟ په دې نامه بست یا کوم اداري تشکیل د افغانستان په قوانینو کې نشته دی. هغه څوک ده چې خبرې یې باید دلته ارزښت ولري. ولسمشر ته دې خوشاله وي چې دا یې په زور دومره لویې خبرې کوي.»

د ولسي جرګې بله غړې راضیه سعادت منګل هم وایي چې د ولسي جرګې غړي باید د رولا غني د څرګندونو پر وړاندې ودرېږي. هغې هم ټینګار وکړ چې د لومړۍ مېرمنې په نامه بست او یا دفتر هېڅ ډول قانوني حیثیت نه لري او باید پر وړاندې یې اقدام وشي. د ولسي جرګې ډېرو نورو غړو هم پر دې څرګندونو نیوکې کړې دي او په خبره یې د رولا غني څرګندونې غیر مسوولانه او له سپکاوي ډکې دي. د ولسي جرګې ځینو غړو پر دې ټینګار وکړ چې باید د رولا غني د دفتر د لګښتونو، عوایدو، مالي ملاتړ او نورو سرچینو په اړه څېړنې وشي او ښکاره دې کړل شي چې لګښتونه یې له کومه ځایه تامینېږي. همدا راز ځینو نورو وکیلانو بیا ټینګار کاوه چې له هغې دې د افغانستان تابعیت واخیستل شي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني بیا وايي چې رولا غني د افغانستان پارلمان ته نه بښل کېدونکی سپکاوی او بې احترامي کړې ده. د نوموړي په خبره، رولا غني د دې پر ځای چې د مقننه قوې صلاحیتونو او همدا راز د واک اصلي خاوندانو ته درناوی وکړي، برعکس یې ((نه بښل کېدونی سپکاوی او بې احترامي کړې ده)).

رحماني همدا راز وویل چې رایه ورکول د وکیلانو حق دی او خپله خوښه یې ده چې چا ته د تایید او چا ته د رد رایه ورکوي. نوموړي ټینګار وکړ چې رد شوو وزیرانو به ارو مرو د دې وړتیا نه لرله چې د پارلمان د باور رایه خپله کړي. له همدې امله له دې فلتر په تېرېدو نه دي بریالي شوي. میر رحمان رحماني هم وویل چې د ولسمشر د مېرمنې حقوقي او اداري هویت او موقعیت په هېڅ رسمي سند کې نشته او نه هم تر اوسه د نوموړې صلاحیتونه قوانینو توضیح کړي دي. هغه ټینګار کړی چې د ولسي جرګې له هویت به دفاع کوي او د مېرمن رولا غني څرګندونې باید د با صلاحیته مراجعو له لوري وڅېړل شي. رحماني یو ځل بیا پر ولسمشر غږ وکړ چې د رد شوو وزیرانو پر ځای ژر تر ژره نور وزیران ور معرفي کړي او که داسې ونه کړي، نو دوی به له خپلو صلاحیتونو استفاده وکړي.

Tags: featured
Share9Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

حوثيانو د یمن پر حکومتي ځواکونو بریدونه کړي

اگست 11, 2026

د ایران ولسمشر له ستر مذهبي مشر سره لیدنه ډېره بریالۍ وبلله

اگست 11, 2026

مجتبی خامنه يي ۶ لوړ پوړي پوځي چارواکي وټاکل

اگست 11, 2026

د ترکیې پارلمان د کردستان کارګر ګوند د بې وسلې کولو لایحه تصویب کړه

اگست 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In