کرنې وزارت وايي، په هېواد د پیازو سږني حاصلات د تېر په پرتله تر ۲۰ سلنو زیات شوي دي.
د یاد وزارت په خبره، تېرکال د هېواد په کچه درې زره او ۵۲۰ مټریک ټنه پیاز تولید شوي وو. د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، سږکال د هېواد په کچه په ۱۸ زره او ۳۴۰ هکټاره ځمکه کې پیاز کرل شوي او اټکل کېږي چې د تېرکال په پرتله به یې حاصلات تر۲۰ سلنه زیات شي.
د کرنې وزارت د چارواکو په خبره، تېر کال د زېرمتونونو د نشتون له وجې د دغه مهم کرنیز محصول ډېره برخه د څه باندې ۲۹ میلیونه ډالرو په ارزښت له هېواده بهر صادر شوې، خو سږکال د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو په پلي کېدو سره، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پیازو د درې زره او ۲۰۷ زېرمتونونو د رغولو چارې پیل شوې، چې د یادو زېرمتونونو له ډلې د ډېرو هغو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.



































