د کندهار کروندګر وايي حکومت یې په نړیواله کچه د محصولاتو لپاره په بازار موندلو کې ناکام دی. د کندهار کروندګر وايي چې دوی د تریاکو د کرکېلې پر ځای د میوو او نورو ګټورو بوټو باغونه جوړ کړي دي خو حکومت هېڅ پاملرنه نه ورته کوي. په کندهار کې د وچو مېوو د سوداګرو د اتحادیې مشر حاجي عبدالاحد وايي چې تېر کال له کندهار ولایت یوازې ۲۵ زره ټنه شکرپاره چین، هند، اروپا، دوبۍ او پاکستان ته صادره شوې وه خو سږ کال د حکومت د بې پروایۍ له امله دا شمېره دولس زره ټنه ته راښکته شوې ده. هغه وايي د نورو محصولاتو په صادراتو کې هم همداسې نیم په نیمه کموالی راغلی دی. کروندګر هم له حکومت غواړي چې ددوی محصولاتو ته بازارموندنه وکړي او په دې توګه دې له دوی سره مرسته وکړي چې خپل روزګار وچلوي.



































