د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وايي چې په بدخشان کې د شورابک د برېښنا د تولید بند ۹۵ سلنه چارې بشپړې شوي او په روان کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادې ادارې چارواکي وايي چې دغه بند ته د ۵۱ میلیونو امریکايي ډالرو پانګه ځانګړې شوې چې د جرمني هېواد له خوا تمویلېږي.
د اوبو د چارو د تنظیم ادارې ویاند نظام خپلواک رسنیو ته ویلي: «د شورابک بند برېښنا تولید لپاره جوړېږي چې ۹۵ سلنه کار یې بشپړ شوی دی.»
هغه زیاته کړې چې د شورابک بند پروژې بشپړېدو سره به ۷،۵ میګاواټه برېښنا ترلاسه شي. دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې د پاشدان بند د جوړېدو چارې هم ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي.
ولسمشر محمد اشرف غني دوې اونۍ مخکې ویلي وو چې افغانستان په مجموعي ډول له اوبو، باد او لمر نه د ۳ سوه زرو میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.



































