ایران وایي افغانستان ته یې د صادراتو په کچه کې ډېروالی راغلی دی. د ایران د سوداګرۍ برخې چارواکو ویلي چې دمګړی افغانستان ته په ګڼو برخو کې صادرات لري چې د ټولو صادراتو کچه یې ۱،۲ میلیارده ډالرو ته رسېږي. ایراني چارواکو ویلي دي چې افغانستان یې په دې وروستیو کې ښه سوداګریز شریک دی او هڅه کوي له دغه هېواد سره د سوداګرۍ په برخه کې ګڼې نورې اسانتیاوې هم راولي. ایراني چارواکو دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د پانګونې په اړه له افغان چارواکو سره خبرې روانې دي او ددې احتمال شته چې ایراني پانګه وال په افغانستان کې پر کانونو او نورو مواردو پانګونې ته زړه ښه کړي.



































