په افغانستان کې څلوېښت سلنه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي. ان پي ار راډیو په یوه راپور کې په افغانستان کې روان وضعیت او د کرونا له امله رامنځ ته شوي ناورین ته کتنه کړې ده. په راپور کې راځي چې په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری دی او د نړیوالو له میلیاردونو ډالرو مرستو سره سره د ملکي وګړو په ژوند کې هېڅ راز مثبت تغیر نه دی راغلی. سرچینه وایي چې همدا اوس د کمزوري اقتصاد له امله څلوېښت سلنه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي. په دې راپور کې ځینو خلکو نظر ورکړی دی او وايي چې نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو فعالینو او لسګونه فساد ضد موسسو په افغانستان کې حضور درلود خو ددوی په مخ کې میلیاردونه ډالر تري تم شول او د افغانانو پر ژوند یې مثبت تاثیر نه درلود. په دې اړه تر دې وړاندې هم ګڼ نړیوال راپورونه خپاره شوي او پکې راغلي چې لوړه سلنه افغانان د فقر تر کرښه لاندې ژوند کوي او د هېواد نیمايي نفوس ان د لومړنیو خوراکي توکو مرستې ته هم اړ دي.



































