پاکستان او افغانستان په لوړه کچه د سوداګریزو اړیکو د ښه کېدو لپاره خبرې پیل کړې دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې نن په اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو تړون پر بدلون، نوي کولو، پراخولو او دغه راز د سرحدي بازارونو پر ایجاد بحثونه کېږي. په دې خبرو کې د افغان پلاوي مشري د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني او د پاکستاني پلاوي مشري د سوداګرۍ په چارو کې د لومړي وزیر عمران خان ستر سلاکار عبدالرزاق کوي. دواړه لوري هڅه کوي د پاکستان او افغانستان ترمنځ اوسنی سوداګریز تړون وڅېړي او ددغه تړون د پراختیا لپاره ددواړو هېوادونو اړتیاوې او غوښتنې شریکې کړي. پاکستان په دې وروستیو کې هڅه کوي چې له افغانستان سره خپله سوداګري پراخه کړي او له دې لارې مرکزي اسیا ته خپل توکي ورسوي.



































