د کرنې او مالدارۍ وزارت او د احصایې او مالوماتو ملي ادارې، له ځانګړو شمېرې اخیستونکو څخه په استفادې سره «د ۱۳۹۹یم کال د وریجو تولید راپور» تر عنوان لاندې ګډ راپور چمتو کړی، چې ښیې په هېواد کې د وریجو کرکېله او حاصلات د ۱۳۹۸یم کال په پرتله په ۱۳۹۹یم کال کې نږدې ۱۵ سلنه زیات شوي دي.
تېرکال د وریجو حاصلات ۳۸۳ زره مټریک ټنه وو، خو د نوې سروې د راپور پر بنسټ، روان کال د ۵۷ زره ټنو په زیاتوالي سره دغه حاصلات ۴۴۰ زره مټریک ټنو ته رسېدلي دي.
دغه راز تېرکال د هېواد د شولې کروندې ۱۲۸ زره هکټاره وې، په داسې حال کې چې د نوې سروې پر اساس، سږکال د شولې کروندې د ۱۹.۵ زره هکټارو په زیاتوالي سره، ۱۴۷.۵ هکټارو ته رسېدلي دي.
یادې اخیستل شوې شمېرې د شولې له کرکېلي تر حاصل ټولولو، ټول وخت چې نږدې پنځه میاشتې کېږي، رانغاړي.



































