د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د ننګرهار د روداتو په ولسوالۍ کې د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو د دودولو او د کوکنارو د کرکېلي او تولید د مخنیوي په پار، ۱۵ شنې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل په دې اړه جوړې شوې ناستې ته وويل، د کرنې وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له لارې په دغه ولایت کې د ۴۵۰ شنوخونو د جوړولو چارې پیل شوې، چې له دې ډلې تر دې دمه ۱۵۰شنې خونې جوړې شوي او د پاتو هغو رغنیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړ شوې دي.
دغه راز د یاد ولایت د کرنې رییس انعام الله ساپی وایي، چې د روداتو په ولسوالۍ کې د ۸.۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۵ شنې خونې، چې هر یوه یې ۳۰۱ مترمربع پراخوالی لري، جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.



































