د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا به په سیمه کې د پرمختګونو سبب شي. ایرو ایشیا په یوه تحلیل کې ویلي په وروستیو کې افغان حکومت او پاکستان د سوداګرۍ په برخه کې یو لړ توافقاتو ته رسېدلي چې ژر به د تغیراتو سبب شي. پاکستان له افغان لوري غوښتي چې مرکزي اسیا ته لاره ورکړي، بېځایه پوستې چې له موټرونو پیسې اخلي له منځه یوسي، خنډونه ختم کړي، اسانتیاوې رامنځ ته کړي او سوداګري له نړیوالو معیارونو سره برابره کړي. افغان حکومت هم په مقابل کې له پاکستان ګڼې غوښتنې کړې دي او سرچینه کاږي چې پر اتیا سلنه غوښتنو توافق شوی دی. ایرو ایشیا همدا راز وایي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې ښایي له ستونزو هم خالي نه وي، ځکه په سیمه کې د هند په څېر هېوادونه په افغانستان کې د پاکستان د پرمختګونو زغم نه لري.



































