کرنې وزارت وايي چې د ننګرهار ولایت په نرسریو یا د نیالګیو د تولید په مرکزونو کې د ستروسو څه باندې ۴۵۰ زره نیالګي تولید شوي دي.
د دغو نیالګیو له ډلې نږدې سل زره یې په دوو شنوخونو کې او ۳۵۰ زره نور یې په ازاده فضا کې تولید شوي دي. په ننګرهار کې د SNAPP2 او CLAPپروژو مسوول رحمت ګل سیرت وایي، چې د سټروسو نیالګیو دوې قوریې د بهسودو او نورې یې د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې دي.
نوموړی زیاتوي: «د دغو نیالګیو له ډلې نږدې سل زره یې د بهسودو ولسوالۍ په دوو شنوخونو کې تولید شوي او ۳۵۰ زره نور یې په ازاده فضا کې تولید شوي، چې پکې د لیمو او مالټې نیالګي شامل دي او ښه بازار لري.»
د سیرت په خبره، د شنوخونو قوریې هره قوره یې نږدې ۵۰ زره د لیمو او مالټې نیالګي تولید کړي او دغه نیالګي وېش ته چمتو دي، چې د نیالګیو اېښودو په موسم کې پر بڼوالو او ځمکوالو وېشل کیږي.



































