برښنا شرکت وایي چې هېواد کې د برښنا کمښت ستونزې حل لپاره د دغه شرکت د مشرتابه د پرلپسې هڅو په پایله کې ازبیکستان څخه د وارداتي برښنا تخنیکي ستونزه تر حلیدو رسېدلې ده. یاد شرکت ویلي چې، دا مهال نایب اباد کې د برښنا کچه تر ۳۰۰ میګاواټو لوړه شوې او د تاجکستان برښنا کچه له ۸۰ میګاواټو څخه ۱۲۰میګاواټو ته لوړه کړل شوې، چې له شمالي ولایتونو وروسته یې ۲۱۰ میګاواټه کابل ته را رسیږي، خو دا چې د شپې مهال د برښنا اړتیا لوړېږي، نو د افغانستان برښنا شرکت دې اړتیا ته په پام سره ۴۴ میګاواټه له ماهیپر، ۲۲میګاواټه له سروبي او ۹۶ میګاواټه له نغلو برښنا تولید فابرېکې څخه تر لاسه کوي، چې له شته وارداتي برښنا سره یو ځای ټولټال ۳۷۲ میګاواټه برښنا کیږي او له همدې سره به د کابل د برښنا ستونزه تر ډېره حده حل شي.



































