ترکمنستان وايي له افغانستان سره په سیاسي او امنیتي برخه کې یوه نوې هوکړه لاسلیکوي. د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف نن له ولسمشر غني سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا تر څنګ پر سولې او د سیمې پر امنیتي وضعیت هم خبرې شوې دي. راپورونه وایي چې رشید به په دې سفر کې له افغان چارواکو سره د لیدنې تر څنګ د ګازو او تېلو په برخه کې له افغان حکومت سره پر یو لړ توافقاتو خبرې وکړي. ددې تر څنګ د برېښنا د لېږد، سوداګرۍ او ترانزیت ځینې شریکې پروژې هم پرانیستل کېږي.





























