د راپورونو له مخې په هېواد کې د تازه ناامنیو له امله شاوخوا ۱۸ زره کورنۍ بې کوره شوې دي. طبعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې په ډېرو ولایتونو کې د ناامنۍ او تشدد اوسني حالت ته په کتو داسې اټکل کېږي چې کېدای شي ۲۵ زره نورې کورنۍ هم له خپلو سیمو خوندي ځایونو ته کډه شي. د یاد وزارت په خبره، که په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه په اوسنۍ اندازه دوام وکړي نو مرستندویه ادارې به دا توان ونه لري چې په ناامنه سیمو کې اغېزمنو خلکو ته رسیدګي وکړي. د دغه وزارت په خبره، تر ټولو ډېرې کورنۍ په بغلان، کندوز، فراه، هرات، غور او ارزګان ولایتونو کې بې ځایه شوې دي.



































