سه شنبه, اگست 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بدخشان؛ د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۴ د اوبو لګولو کانالونه بشپړ شوي

    د تازه مېوو د صادراتو د ملاتړ لپاره تخنیکي کمېټه جوړېږي

    سمنګانو کې د ترافيکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    برادر: د پانګوالو د ملاتړ لپاره لازمې استانتیاوې برابرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بدخشان؛ د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۴ د اوبو لګولو کانالونه بشپړ شوي

    د تازه مېوو د صادراتو د ملاتړ لپاره تخنیکي کمېټه جوړېږي

    سمنګانو کې د ترافيکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    برادر: د پانګوالو د ملاتړ لپاره لازمې استانتیاوې برابرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

ولسمشر غني په نیمروز کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله خواشیني څرګنده کړه

جنوري 12, 2021
in افغانستان
0 0

د مدني او حقوقي فعالینو تر فشار وروسته ارګ ومنله چې په نیمروز کې په یوه هوايي برید کې ملکي وګړي وژل شوي دي. دا تر اوږدې مودې وروسته لومړی ځل دی چې ارګ په هوایي برید کې د ملکي وګړو تلفات مني او غندي یې. ولسمشر غني وروسته له هغې دغه پېښه غندلې چې په ټولنیزو رسنیو کې یې سخت غبرګونونه وپارول. یوه هوايي برید په یوه ځای د یوې کورنۍ ګڼ غړي ووژل او ټول افغانان دې مسئلې غوسه کړي دي. د هېواد ولسي جرګې هم دغه پېښه غندلې او اروپايي ټولنې هم پر دې مسئله غبرګون ښودلی دی.

سره له دې چې وخت ناوخته په هېواد کې د هوايي بریدونو له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، خو ډېر وخت حکومتي چارواکي پر دې تلفاتو پټه خوله وي. کله داسې هم شوي چې د ملکي تلفاتو افشا کوونکي چارواکي له دندو لرې کړل شوي او حکومت په ځلونو د پېښو د پلټلو ژمنې کړې، خو تر پېښې وروسته یې هېڅ راز معلومات له ولس سره نه دي شریک کړي. د شنبې په شپه ناوخته هوايي ځواکونو د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې پر یوه کلي هوایي برید وکړ، چې د معلوماتو له مخې، د اتلسو ملکیانو ژوند یې واخیست.

دې مسئلې سخت غبرګونونه وپارول. په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عمر زاخېلوال په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د ملکي افغانانو وژل که له هر لوري وي، ستر بشري جنایت دی او باید په اړه یې پلټنه وشي. نوموړي همدا راز ویلي وو چې په هوایي بریدونو کې د ملکیانو وژل کېدل د حکومت او ولس ترمنځ واټن ډېروي چې په دې حساسو شرایطو کې دا مسئله د هېچا په ګټه نه ده. هغه تمه ښودلې چې ژر تر ژره دې دغه ډول بریدونه په هېواد کې ودرول شوي او د شوو بریدونو په اړه هر اړخیزه پلټنه دې وشي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره په هېواد کې روانه جګړه غندلې او د ملکي وګړو تلفات یې د جدي اندېښنې وړ بللي دي. هغه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې پر ملکي وګړو هوایي برید او یا داسې سیمې په نښه کول چې په هغه کې ملکي وګړي اوسي بشر ضد جنایت دی او باید په اړه یې بشپړه پلټنه وشي. نوموړي پر حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره دې د پېښې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري او له دوی سره دې حساب کتاب وشي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم عامو کاروونکو دغه برید په کلکو ټکو غندلی و او له حکومت یې په دې اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده. له دې ټولو فشارونو وروسته ارګ دا ومنله چې په نیمروز کې په یوه هوایي برید کې ملکي وګړي وژل شوي دي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر پر دې پېښې خواشینی دی او په اړه یې د پلټنو او هر اړخیزو تحقیقاتو امر کوي. ولسمشر غني د دې پېښې اصلي عاملین طالبان بللي او په خبره یې، دوی د خلکو په کورونو کې پنا اخلي او له دوی د سپر استفاده کوي. په اعلامیه کې راځي: ((طالبان او نورې تروریستي ډلې چې د خلکو له کورونو او عامه ځایونو څخه د سپر په توګه ګټه اخلي، د ملکي تلفاتو اصلي عاملین او ملکي تلفات د جګړې له بدبختیو څخه دي چې ما او د حکومت نورو مسوولینو ته د منلو  او زغم وړ نه دی)).

ولسمشر غني همدا راز امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارښتنه کړې، چې د ترهګرو ډلو پر ضد خپل عملیات په پوره پیاوړتیا روان وساتي، خو تر څنګ یې دې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره هم ټول اړین موارد په پام کې ونیسي.

بلخوا د هېواد ولسي جرګې هم دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې او په اړه یې د هر اړخیزو پلټنو غوښتنه کړې ده. ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د تېرې ورځې په غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې دا پېښه هېچا ته د منلو نه ده او حکومت یې باید په اړه هر اړخیزې او بشپرې پلټنې وکړي او معلومات دې له ولس سره شریک کړي.

Tags: featured
Share6Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

امریکا؛ د ټرمپ د ادارې پر مهال له ۱۷۵ زرو ډېرې ویزې لغوه کړې

اگست 11, 2026

بدخشان؛ د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۴ د اوبو لګولو کانالونه بشپړ شوي

اگست 11, 2026

د تازه مېوو د صادراتو د ملاتړ لپاره تخنیکي کمېټه جوړېږي

اگست 11, 2026

د ايران مذهبي مشر مجتبی حسیني له ولسمشر پزشکيان سره پر اقتصادي او پوځي چارو خبرې کړي

اگست 10, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In