د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي چې په کندز کې سپین زر دولتي فابریکې له ۲۵ کلونو وروسته یوځل بیا خپل فعالیت پیل کړ.
د یاد وزارت ویاند فواد احمدي زیاتوي چې دغې تولیدي فابریکې د۱۲۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې سره له ۲۵ کلونو وروسته خپل فعالیت بېرته پیل کړی دی.
د نوموړي په خبره، یاده فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې لس ټنه غوړي تولیدوي او د ترڅنګ یې د زغرو، کونځلو او پنبه دانې غوړي، کنجاړه او صابون هم جوړوي.
چارواکي وایې، د کندز سپین زر تولیدي فابریکه پر کندز سربېره، خپل تولیدات نورو ګانډیو ولایتونو ته هم د خرڅلاو په موخه استوي.
د یادونې ده چې د سپين زر تولیدي فابریکه چې له کلونو راهیسې یې فعالیت په ټپه درېدلی و، له ازبکستان څخه يې پنځه پایې ماشینونه د یادې فابریکې د بېرته فعالیت په موخه وپېرل او کار يې پيل کړ چې اوسمهال پکې ۵۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.



































