روان کال د کندهار له باغونو شاوخوا ۲۰۰ زره ټنه انار تر لاسه شوي، چې د اته میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۵ زره ټنه یې بهر ته صادر شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وایي، روان کال که څه هم د انارو حاصلات ډېر وو، خو د طبیعي افاتو له امله یې ډېره برخه چاودېدلي وو.
دغه راز د کال په پیل کې د کرونا وبا خپره شوه چې له امله یې درې او څلور میاشتې لارې تړلې وې، خو د نوموړي په خبره، پر دې سربېره، سږ کال د کندهار له باغونو ۲۰۰ زره ټنه انار تر لاسه شوي دي.
بینا وايي، له دې جملې د ۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۵ زره ټنه انار بهر ته صادر شول چې ډېره برخه یې پاکستان او هندوستان او لږه برخه یې متحده عربي اماراتو او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته تللي دي.



































