د سوداګرۍ وزير نثار احمد غورياني وايي، چې په هېواد کې دری سوه فابریکې د کارکولو لپاره چمتو شوي ډېر ژر به پرانیستل شي.
نوموړي زیاته کړې چې په تېر مالي کال د دغه وزارت ٨٥ سلنه پراختيايي بوديجه لګول شوې او ترڅنګ يې د سوداګرۍ نړيوال سازمان له ٨٤ څخه ٤٠ ژمنې هم عملي شوې دي.
هغه ویلي، چې په ۱۳۹۹ کال کې د سوداګرۍ وزارت ۹۴ سلنه عادي او ۸۵ سلنه پراختیایي بوديجه لګول شوې ده. نوموړي دا هم ويلي چې له دې وروسته به د افغانستان وچه او تازه مېوې یوازې پاکستان نه، بلکې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم صادریږي .
د هغه د معلوماتو له مخې، په تېر مالي کال کې د سوداګرۍ او صنايع وزارت د سوداګرۍ نړيوال سازمان له ٨٤ ژمنو څخه ٤٠ عملي کړي او پاتې نور يې د عملي کېدو په حال کې دي، خو نوموړي د دغو ژمنو په اړه جزيات نه دي وړاندې کړي.



































