د ولسي جرګې غړو د افغانستان بانک کې د وروستیو ستونزو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د ولسي جرګې غړو د نننۍ ورځې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې اجمل احمدي او د افغانستان بانک چارواکي باید په رسنیو کې د خپرو شوو راپورونو په اړه وضاحت ورکړي. د ولسي جرګې غړو همدا راز اندېښنه ښودلې چې په افغانستان بانک کې د کمزوري مدیریت له امله ښايي د افغانستان د اسعارو زېرمو ته زیان ورسېږي او همدا راز د باختر ګنجینې د غلا کېدو او هغه ته د زیان رسېدو خطر هم شته دی. د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني په نننۍ غونډه کې ویلي چې د باختر ګنجینه باید ژر تر ژره یوه باوري هېواد ته ولېږدول شي او د وضعیت تر سمېدو پورې دې هلته وساتل شي. د باختر ګنجینه د افغانستان یوه مهمه شتمني ګڼل کېږي چې تاریخي، مادي او معنوي ارزښت لري او په نړیواله کچه له ځانګړي اعتبار برخمن تاریخي اثار دي.



































