سرچینې وايي د تاجکستان د شمالي ولایت خجند په یوه زندان کې د نښتې له امله ۵۰ زندانیان وژل شوي دي. د نومبر په ۷مه د خجند په یوه زندان کې د پولیسو او زندانیانو تر منځ د نښتو خبر خپور شو چې دا نښتې لا هم روانې دي.
د تاجکستان حکومت په دې اړه د ډېرو معلوماتو له خپرولو ډده کړې.
د سیمې خلکو ازادي راډیو ته ویلي چې پولیس د بلوا د ځپلو لپاره زندان ته استول شوي او له هغه ځایه د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
په تاجکستان کې یوې حکومتي سرچینې چې د مسئلې د حساسيت په خاطر یې د خپل نوم د پټ پاتې کېدو په شرط د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې په دغو نښتو کې تر اوسه ۵۰ تنه وژل شوي دي.
د تاجکستان پټو حکومتي سرچینو تر دې مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د بلوا ضد پولیسو او د زندانیانو ترمنځ په نښته کې ۲۲ بندیان او دوه ساتونکي وژل شوي دي.
د اسلامي دولت وسله والې ډلې داعش ادعا کړې چې په خجند کې د زندانیانو په بلوا کې د دوی وسله والو لاس درلود.