د بشري حقونو د څار ټولنې په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې د پاکستان تعلیمي نظام په نړۍ کې تر ټولو ناقص او بد نظام دی. د دې ټولنې په خبره په ۲۰۱۵ ز کال کې په اسلو کې غونډه وشوه او په هغه کې د پاکستان تعلیمي نظام د نړۍ تر ټولو ناقص نظام وبلل شو چې له هغه مهاله تر دې دمه یې هېڅ راز مثبت بدلون نه دی کړی.
په دغه راپور کې راغلي چې همدا اوس په دغه هېواد کې ۲۲ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته له تګ محروم دي چې له دې ډلې یې درېیمه برخه نجونې دي. د بشري حقونو د څار ټولنې په دغه راپور کې راغلي چې د نجونو لپاره د پاکستان تعلیمي ادارې تر ټولو بدې دي او ډېری نجونې د دغه تعلیمي نظام د ستونزو له امله زده کړو ته زړه نه ښه کوي.
په راپور کې وړاندې راځي چې پر تعلیمي نظام د حکومت بې ځایه فشارونه، ناامني، غلط سیاستونه او ورته ستونزې د دې لامل شوې چې د پاکستان تعلیمي نظام تر ډېره زیانمن شي، خو پاکستان د بشري حقونو د ټولنې د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.