د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وايي چې روان کال په دغه ولایت کې د کرنې په برخه کې لسګونه کوچنۍ او لویې پروژې پلې شوې دي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي: «په ۱۳۹۹یم مالي کال کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو ترڅنګ د هلمند د کرنې ریاست په دې ولایت کې نږدې ۹۳ پراختیایي پروژې پلي کړي، چې پکې ممیزخونې، نوي تاسیسات او د سوداګریزو بڼونو جوړول، د اصلاح شویو تخمونو وېش، پر کرنیزو تخمونو څېړنه، د حیواني او نباتي ناروغیو مخنیوی، بزګرانو ته روزنیز پروګرامونه او عامه پوهاوی شامل دي. »
د الکو په خبره، د یادو پروژو په پلي کېدو سره د دغه ولایت د کرنې په سکټور کې د پام وړ بدلون رامنځته شوې او ترڅنګ یې ګڼو خلکو ته د اوږد او لنډمهالې دندې برابرې شوې دي. الکو زیاتوي چې په راتلونکي کال به په یادو برخو کې ګڼې نورې پروژې هم پلې شي.



































