په کابل کې د جاپان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ۱۲۲ میلیونه ډالره مرسته کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دا پیسې به په بشري او پراختیایي برخو کې ولګول شي. د خبرپاڼې له مخې، دا پیسې به د ۱۷ پروژو له لارې د بېلو بنسټونو له خوا په اړوندو برخو کې مصرف شي.
د جاپان سفارت ویلي چې افغانستان د تېر کال له وروستیو څخه تر اوسه پورې د کرونا وبا په ګډون د جګړو او طبیعي پېښو له امله سخت زیانمن شوی او دوی له ځپل شویو افغانانو سره په اړوندو برخو کې هر راز همکاریو ته ژمن دي. په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا زیاته کړې، چې د مرستو د دوام لپاره تر ټولو مهم اصل شفافیت دی او دوی هیله لري چې افغان دولت له فساد سره پیل کړې مبارزه لا پیاوړې کړي.



































