د لوګر ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې روان کال یې د بڼوالۍ د ودې او پراختیا په پار د بېلابېلو مېوو شاوخوا ۱۷۰۰ بڼونه جوړ کړي دي.
د لوګر ولایت د کرنې رییس عبدالله تسل په وینا، د یاد ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د بڼوالۍ د ودې او پراختیا په پار ۱۵۰۰بڼونه د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې او پاتې ۲۰۰جریبه یې د خلکو په ګډون د کرنې او مالدارۍ پروژې او کرنې ریاست په ګډې همکارۍ د ډول ډول مېوو لرونکو ونو چې ټولیز شمېر یې ۱۷۰۰ ته رسیږي، د بڼوالو په ۴۰ سلنې ونډې سره جوړ کړي دي.
په ورته وخت کې د بڼوالۍ د پراختیا، پالنې او روزنې په پار عملي لارې چارې ښودل، په عصري او نویو سیستم سره بڼونه جوړول او روزنیز پروګرامونه، هغه څه دي چې د کرنې ریاست او همکارو پروژو له لارې سږکال بڼوالو ته ترسره شوي دي.



































