د لومړنیو راپورونو له مخې، د هرات په اسلام کلا بندر کې د رامنځته شوې اورلګېدنې له امله سوداګرو ته تر پنځوس میلیونه ډالرو ډېر زیان اوښتی دی. د هرات د سوداګرۍ خونې رییس یونس قاضي زاده ویلي چې په دې اورلګېدنه کې افغان سوداګر سخت زیانمن شوي دي او لومړني راپورونه ښیي چې دغې پېښې تر پنځوس میلیونه ډالرو ډېر زیان اړولی دی. په ورته وخت کې د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزی وایي چې د اور لګېدنې له امله تر دې مهاله اووه تنه د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي. د هغه په خبره، د ټپیانو له ډلې د یوه تن روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی. اورلګېدنه لا هم دوام لري او د هرات والي سید وحید قتالي ویلي چې د اور وژنې لپاره یې له ایران څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.



































