د هرات والي وایي دوی بریالي شوي چې شاوخوا ۸۵ سلنه وسایط د اسلام کلا له اور وژغوري. د هرات والي عبدالواحد قتالي نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې تر ۳۵۰ پورې موټرونه د اسلام کلا په ګمرک کې د اورلګېدنې له امله سوځېدلي چې میلیونونه ډالر زیان یې اړولی دی. دده په خبره سره له دې دوی بریالي شوي چې شاوخوا ۸۵ سلنه موټر چې شمېر یې تر ۲ زره اوړي د اور له لمبو وژغوري. نوموړی وایي چې د هرات ولایت ټول تخنیکي او کشفي ټیمونه په سیمه کې دي او په هر اړخیزه توګه به دغه پېښه څېړي. هغه وویل تر اوسه نه ده معلومه چې د پېښې اصلي لامل څه دی خو وخت پر وخت به د خپلو پلټنو معلومات له رسنیو سره شریک کړي. هغه د ایران له همکاریو هم مننه وکړه چې ژر تر ژره یې له افغان حکومت سره مرسته وکړه او په دې توګه یې د لا ډېرو زیانونو مخنیوی وکړ. هغه وویل چې د ګمرک چارې به ډېرې ژر پيل شي او په خبره یې هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې له رامنځ ته شوی وضعیت ناسمه ګټه پورته کړي او یا د سوداګرو توکي او مالونه لوټ کړي.



































