ترانسپورتي شرکتونو خپل اوږدمهاله اعتصاب په مشروطه توګه پای ته رسولی دی. د ترانسپورتي شرکتونو د انسجام شورا وایي دوی له افغان چارواکو سره اوږدې خبرې لرلې دي او تر اوږدو بحثونو وروسته له ترانسپورت وزارت، کورنیو چارو وزارت، ترافیکو عمومي ریاست او ټولګټو وزارت سره دې هوکړې ته رسېدلي چې خپل اعتصاب به په مشروطه توګه پای ته رسوي. دوی وایي چې باروړونکي موټرونه به پر لویو لارو تګ راتګ پیلوي خو ددې تمه لري چې ستونزې ژر تر ژره حل کړل شي. له شاوخوا شلو ورځو راهیسې ترانسپورتي اتحادیو او د لویو لارو موټر چلوونکو د کار نه کولو اعتصاب کړی و او ویل یې چې په حکومت او لویو لارو کې د پرتو پوستو له فساد او ناوړه چلند ستړي شوي دي. دوی له حکومت ددې ستونزو د ژر تر ژره حل کېدو غوښتنه کوله.



































