دوشنبه, اپریل 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې نړۍ سره اړیکې پراخوو

    غزني کې ۲۴ قلمه لرغوني اثار موندل شوي دي

    ډبلیو ایچ او: ملاریا لا هم په افغانستان کې یوه جدي ناروغي ده

    کډوال؛ تیره ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۷۷۲ کورنۍ را ستنې شوې

  • نړۍ

    هند؛ د الوتکې انجڼ کې د اورلګېدنې له امله ۶ تنه ټپیان شوي

    پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ ۱۰کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

    سپینه ماڼۍ کې؛ د خبریالانو کلنۍ مېلمستیا د امنیتي پېښې له امله ګډوډه شوه

    عراقچي او مل پلاوی به له عمان وروسته بېرته اسلام‌اباد ته لاړ شي

    ایران له امریکا سره اسلام‌اباد کې د احتمالي لیدنې راپورونه رد کړل

    حزب الله ډلې د اسراییلو یوه بې پيلوټه الوتکه نسکوره کړې ده

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه دریځ

د دوحې له هوکړې یو کال وروسته

مارچ 1, 2021
in دریځ
0 0

د طالبانو او امریکا ترمنځ له اتلسو میاشتو پټو او پېچلو خبرو وروسته دواړو لورو پوره یو کال وړاندې په دوحه کې هوکړه وکړه. د دې هوکړې له مخې، به طالبانو اجازه نه ورکوله چې د افغانستان خاوره د امریکا پر ضد وکارول شي او امریکا به خپل ځواکونه په څوارلسو میاشتو کې له افغانستان څخه وباسي. هوکړې نور جزیات هم درلودل، خو اساسي چاره پکې همدا وه.

اوس چې د هوکړې یو کال پوره شوی، نو په اړه یې قضاوت څه دی؟ هوکړه څومره عملي شوې؟ څومره یې سولې ته لاره برابره کړې؟ او بالاخره د دې هوکړې برخلیک څه دی؟

د امریکا او طالبانو هوکړه د دې سبب شوه، چې شاوخوا لس زره امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، خو لا هم امریکا او طالبان یو پر بل د هوکړې د نقض تورونه لګوي. امریکا وايي، طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی او له القاعدې سره یې اړیکې هم نه دي پرې کړي. طالبان بیا وايي چې امریکا د دوی بندیان نه دي خوشي کړي، مشران یې له تور لېسته نه دي ایستلي او وخت ناوخت یې بمبارۍ هم کړې دي. خو دواړه لوري داسې ښيي چې هوکړه بیا هم تر ډېره عملي شوې ده.

طالبان او امریکایان دواړه تمایل نه لري چې د دوحې هوکړه لغوه کړي. طالبانو او امریکایانو پر هغه څه یوازې لفظي غبرګون ښودلی چې له هوکړې سرغړونه بلل شوې. طالبان چې دا هوکړه یوه ستره لاسته راوړنه ګڼي او آن د خپلې وسله‌والې جګړې د پایلې سره یې پرتله کوي، نه غواړي چې دا هوکړه لغوه شي او ان له دې امله د امریکا پر ډېر سرغړونو هم سترګې پټوي. د امریکا نوي حکومت بیا د هوکړې ارزونه پیل کړې، خو دا ارزونه هم یوازې د هوکړې د عملي کېدو په اړه ده، نه دا چې هوکړه سمه ده او که ناسمه. پر دې اساس دواړه اړخونه هوکړه نه لغوه کوي، خو لا هم هڅه کوي پر یو بل فشار راوړي، څو امتیازات تر لاسه کړي.

دې هوکړې امریکایان خوندي کړل، له هوکړې وروسته په افغانستان کې هېڅ امریکايی نه دی وژل شوی. د امریکا مالي لګښتونه را کم شوي او زرګونو امریکایانو ته د وتلو خوندي لاره برابره شوې ده. طالبانو هم ګټې کړي، هوايي بریدونه پرې کم شوي، مرګ ژوبله یې کمه شوې او پراخې سیاسي اړیکې یې جوړې کړي دي. د دوحې هوکړې تر ګردو لویه ستونزه دا ده چې لا یې هم جګړه نه ده درولې. دا چې په دې کې ملامت طالبان دي، که حکومت او یا هم امریکایان، جلا بحث دی، خو له هوکړې د افغانانو تمه دا وه چې دوی به خوندي شي. دا کار ونه شو او لا هم معلومه نه ده چې څه وخت به کېږي.

که د دوحې هوکړې پوره عملي کېږي او که نیمه، خو بین الافغاني خبرې باید جدي شي او پایله ولري. د سولې روانه پروسه باید د افغان‌وژنې دا ماشین ودروي. همدا د هر افغان غوښتنه ده او ټول افغاني اړخونه هم باید په همدې چاره تمرکز وکړي. له دې پرته به ښايي مختلف لوري ګټې وکړي، خو ولس بیا هم بایلونکی دی.

Share13Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د چين او ميانمار د بهرنيو چارو وزيرانو سره وليدل

اپریل 26, 2026

د منځني ختيځ په چارو کې د چين ځانګړي استازي د منځني ختيځ چارو په اړه د برېکس هېوادونو په سلامشورو کې ګډون وکړ

اپریل 26, 2026

بېجينګ پر روسيې د اروپايي ټولنې د ۲۰م پړاو بنديزونو په لېست کې د چيني تصديو له شاملېدو سره مخالفت څرګند کړ

اپریل 26, 2026
Screenshot

په تېره ربعه کې د چين ټرانسپورټي شاخصونو چټک زياتوالی موندلی

اپریل 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In