د فراه په ابو نصر فراهي بندر کې رامنځته شوې اورلګېدنې سوداګرو ته مالي زیانونه اړولي دي. سوداګرو رسنیو ته ویلي چې په دې اورلګېدنه کې دوی ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي. د دغه ولایت والي بیا ویلي چې دا پېښه د نفتي توکو په یو ټانکر کې د اورلګېدنې له امله رامنځته شوې او تر اوسه پورې یې یوازې دوه ټانکرونه او د نفتي توکو څلور ذخېرې له منځه وړې دي. تاج محمد جاهد زیاتوي چې اور نه دی کنټرول شوی او دوی د اور وژنې لپاره د افغانستان له مرکزي دولت او ایران څخه د مرستې غوښتنه کړې ده. د ویلو ده چې دا په تېرو دوو اوونیو کې په دغه بندر کې دویمه اورلګېدنه ده چې رامنځته کېږي. د اورلګېدنې له امله د اوښتو زیانونو په اړه تر اوسه کره جزیات نه دي ورکړل شوي.



































