دوشنبه, اگست 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    هرات کې د سمنټو د سترې کارخونې د جوړېدو چارې پيل شوې

    افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

    بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    هرات کې د سمنټو د سترې کارخونې د جوړېدو چارې پيل شوې

    افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

    بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

افغان حکومت د مسکو او استانبول په کنفرانسونو کې ګډون ته په تیاریو بوخت دی

مارچ 14, 2021
in افغانستان
0 0

افغان حکومت د سولې په تړاو په جوړېدونکو غونډو کې د خپلو استازو د ګډون خبره کړې ده. په نږدې راتلونکي کې به په مسکو او استانبول کې د افغانستان د سولې په تړاو غونډې جوړې شي چې طالبان او افغان حکومت هم باید ګډون پکې وکړي.

طالبانو وار د مخه په دغو غونډو کې د ګډون لپاره تیاری ښودلی، خو افغان حکومت وایي چې دوی پر دې بوخت دي چې په کومه کچه پلاوی دغه غونډو ته ولېږي. بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا ویلي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا نوې طرحه مهمه ده او باید رامنځته شوی فرصت ضایع نه شي.

وروسته له هغې چې د دوحې د سولې بهیر په ټپه ودرېد، امریکا دا پرېکړه وکړه چې له نوو لارو د افغانستان د سولې بهیر چټک کړي. په همدې تړاو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل، دوحې او اسلام اباد ته سفرونه وکړل او تر څنګ یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغان مشرانو ته یو لیک واستاوه. د امریکا په نوو اقداماتو کې د سولې یوه نوې طرحه شامله ده چې افغان حکومت یې په اړه د نظر اختلاف لري. ولسمشر غني وار د مخه دغه طرحه یوازې پر کاغذ لیکل شوي خیالات بللي، خو د ملي مصالحې عالي شورا بیا وایي چې دا طرحه د بحث وړ ده او افغان سیاسیون باید ورباندې خبرې وکړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا په دې منځ کې ویلي، چې افغان سولې ته ښه فرصت رامنځ ته شوی دی. د ده په خبره، د امریکا نوې طرحه په افغانستان کې د قانون اصلاح، سولې او ثبات ته زمینه برابروي. پخواني ولسمشر حامد کرزي دا هم ویلي چې د سولې نوې طرحه په افغانستان کې د دایمي ثبات زمینه برابروي او باید دا فرصت ضایع نه کړل شي. نوموړي له اسوشیټېډ پرېس سره په خبرو کې ویلي: «د امریکا دا طرحه له جګړې ستړی ولس د ټاکنو په لور بیايي، د ښځو او لږکیو حقونه خوندي کوي، اساسي قانون کې سمون ته لار برابروي او د لنډمهالې ادارې وړاندیز کوي».

حامد کرزی لومړنی مخور افغان سیاستوال دی، چې د دې هوکړې ملاتړ یې کړی او په اړه یې خپل دريځ روښانه کړی دی. بلخوا بیا افغان حکومت په دې لټه کې دی، چې په دې اړه له افغان سیاسیونو سره خبرې وکړي او خپل دريځ پیاوړی کړي. ولسمشر تېره اونۍ د سیاسي ګوندونو استازي رابللي وو او له دوی سره یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د لیک، د سولې نوې طرحې او د سولې په اړه د جوړېدونکو کنفرانسونو پر سر خبرې کړې وې. ارګ دا هم ویلي وو، چې دغه ډول غونډې به ادامه پیدا کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار بیا تېره ورځ په خپلو څرګندونو کې د مسکو او استانبول په غونډو کې د ګډون خبره کړې ده. حمدالله محب تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د سولې په اړه د نړیوالو او سیمه‌ییزو هېوادونو هڅو ته په درنه سترګه ګوري او تمه لري چې افغانستان ته دایمي ثبات له دې لارې راوستل شي. حمدالله محب دغه راز د استانبول او مسکو د راتلونکو غونډو په اړه وویل چې د بهرنیو چارو وزارت او د ملي مصالحې عالي شورا اوس پر دې کار کوي، چې په دغو غونډو کې د ګډون لپاره په کومه کچه پلاوي د ګډون لپاره واستوي. د ده په خبره: «موږ د ترکیې او مسکو په ناستو کې ګډون کوو، د بهرنیو چارو وزارت او د روغې جوړې عالي شورا په دې تړاو کار کوي چې معلومه کړي په کومه کچه د نورو هېوادونو او طالبانو چارواکي په دغو غونډو کې برخه اخلي او د هغې په اساس بیا وروسته موږ خپل هیئت ټاکو».

ټاکل شوې چې د روانې مارچ میاشتې په ۱۸مه په مسکو کې د افغان سولې په تړاو کنفرانس جوړ شي او تر هغې وروسته به په استانبول کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ کنفرانس جوړېږي. افغانان او نړیوال تمه لري، چې دغه ډول کنفرانسونه وکړی شي په افغانستان کې د کلونو اوږده جګړه پای ته ورسوي او د دایمي ثبات سبب شي.

Tags: featured
Share5Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

هرات کې د سمنټو د سترې کارخونې د جوړېدو چارې پيل شوې

اگست 9, 2026

د ترکيې خارجه وزير: تمه کېږي د سعودي عربستان، ترکيې او پاکستان په ګډ دفاعي تړون کې نوي غړي شامل شي

اگست 9, 2026

ايران: له عمان سره توافق ته نږدې شوي یوو

اگست 9, 2026

د صربيا او اوکريان ولسمشرانو سره وکتل

اگست 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In