د امريکا يوه فدرال قاضي سپينې ماڼۍ ته سپارښتنه کړې چې د CNN ټلويزيوني شبکې خبريال جيم اکوستا ته بېرته مطبوعاتي اعتبارليک ورکړي.
قاضي تيموثي کيلې دا پرېکړه تر هغه وروسته وکړه چې د CNN ټلوېزيونې شبکې له لوري ورته شکايت وشو. په صادر شوي پرېکړه ليک کې ويل شوي چې سپينه ماڼۍ دې ژر تر ژره اکوستا ته سپينې ماڼۍ ته د ننوتلو اجازه ورکړي.
د ټرمپ ادارې ويلي چې د قاضي حکم به ومني او اکوستا ته به د لنډې مودې لپاره سپينې ماڼۍ ته د داخلېدو مطبوعاتي اعتبارليک ورکړي.
د CNN او د دې شبکې د خبريال جيم اکوستا مدافع وکيل تيودور بَوتروس په واشنګټن کې په دې اړه خبريالانو ته ويلي: «موږ نن پر دغه حکم ډېر زيات خوشحال يو، دا د اساسي قانون لومړي تعديل او ژورنالېزم ته يوه ستره ورځ ده، موږ خوشحال يو چې ښاغلى جيم اکوستا به وکړاى شي چې بېرته خپل مطبوعاتي کارت ولري او د سپينې ماڼۍ په اړه به د خبرونو راپور ورکوي».
جيم اکوستا لس ورځې مخکې د يوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره لفظي شخړه وکړ او سپينې ماڼۍ يې په غبرګون کې د هغه اعتبارليک وځنډاوه.
په خپله CNN د سپينې ماڼۍ له خوا د دوى د خبريال د مطبوعاتي اعتبارليک پر ځنډولو محکمې ته شکايت وکړ او ويې ويل چې دا اقدام له اساسي قانون څخه چې د مطبوعاتو ازادي پکې تضمين شوې، سرغړونه ده.