افغان حکومت وایي ګاونډي هېوادونه دې د اوبو د مدیریت له مسئلې وېره نه لري. د اوبو د تنظیم ملي ادارې رییس خان محمد تکل نن د کمال خان بند د پرانیستې په مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې افغان حکومت د اوبو د مدیریت له لارې غواړي افغانستان ته زرغونتیا او پرمختګ را وګرځوي. دده په خبره ځینې ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د اوبو له مدیریت وېره لري چې دا وېره یې بېځایه ده او افغانستان حق لري له خپلو طبیعي منابعو استفاده وکړي. د تکل په خبره افغانستان په ډېرو برخو کې د اوبو د مدیریت او تنظیم لپاره رغنده او مهم پلانونه لري چې یو پر بل پسې به عملي کېږي او هغه پروژې به هم بشپړيږي چې تر کار لاندې دي. کمال خان بند د نیمروز ولایت په چهار برجک ولسوالۍ کې جوړ شوی چې د زرګونه هکتاره ځمکې خړوبولو ته به زمینه برابره کړي.



































