یکشنبه, اگست 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    هرات کې د سمنټو د سترې کارخونې د جوړېدو چارې پيل شوې

    افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

    بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    هرات کې د سمنټو د سترې کارخونې د جوړېدو چارې پيل شوې

    افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

    بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

استانبول کنفرانس ته؛ د ګډې نهه ماده‌ییزې اصولنامې مهم ټکي څه دي؟

اپریل 12, 2021
in افغانستان
0 0

د ترکیې کنفرانس په درشل کې رسنیو د دغه کنفرانس اصولنامې ته لاسرسی پیدا کړی دی. رسنیو ته په رسېدلو معلوماتو کې راغلي، چې دواړه لوري به په افغانستان کې د جګړې د کمولو لپاره یوه توافق ته سره رسېږي، د انتقالي حکومت لپاره به زمینه برابرېږي، ګاونډیو، سیمې او نړۍ ته به له افغانستان کوم ګواښ نه جوړېږي او د سولې تر هوکړې وروسته به د احتمالي جګړې مخنیوی کېږي. دغه اصولنامه ټولټال نهه مادې لري چې د ملګرو ملتونو، امریکا او نورو جهتونو له لوري طالبانو او افغان حکومت ته وړاندیز شوې دي. طالبانو او حکومت تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

سره له دې چې افغان حکومت د سولې په تړاو د هرې بهرنۍ طرحې له جوړېدو سره مخالفت کوي، خو امریکا او نورو بهرنیو اړخونو تازه له افغان حکومت او طالبانو سره د سولې د راتلونکې ناستې جزیات او اصولنامه شریک کړي دي. طلوع نیوز ته په رسېدلو اسنادو کې راغلي چې امریکا، افغان حکومت او طالبانو ته د ترکیې د کنفرانس اصولنامه سپارلې، چې نهه مادې لري او په هغه کې د افغانستان د راتلونکې په تړاو مهم مسایل راغلي دي. د دغه اصولنامې پر بنسټ، د افغانستان ټول اوسېدونکي او فرهنګي رنګارنګیو ته د قوت په سترګه کتل شوي دي. له دواړو لورو غوښتل شوي چې جګړې ودروي او د اوربند لپاره زمینه برابره کړي او د افغانانو د سولې غوښتنې ته باید درناوی وشي. دواړه لوري ژمن دي چې د یو بل له تورنولو پرته د سولې، ثبات او پرمختګ او مستقل افغانستان د جوړولو لپاره به کار کوي.

په دې اصولنامه کې دغه راز د یوه مشارکتي حکومت پر رامنځ ته کولو هم ټینګار شوی دی. سرچینه کاږي چې دواړه لوري د ټولو اړخونو لپاره د منلو وړ انتقالي حکومت لپاره هڅه کوي چې وکړی شي ژر تر ژره د یوه دایمي حکومت لپاره زمینه برابره کړي او په هغه کې به ټول اړخونه سیاسي مشارکت ولري. د اصولنامې په متن کې راځي: «موږ هوکړه کوو چې په پوره چټکتیا د یوه سیاسي مشارکت د رامنځ ته کولو لپاره چې په هغه کې به د ټولو اړخونو لپاره د منلو وړ انتقالي اداره د یوې معینې دورې لپاره شامله وي او نوی حکومت باید د دې سبب شي چې په هېواد کې روانه جګړه او منازعه ختمه کړي.»

په دې سند کې دغه راز ټینګار شوی دی چې ټول اړخونه به په افغانستان کې د بشر حقونو ته درناوی کوي، د پرمختګ لپاره به کار کوي، د بشري مرستو لپاره به له نړیوالو موسسو سره همکاري کوي او دوی ته به د فعالیت زمینه برابروي. د اقلیتونو په تېره د مېرمنو حقوق به خوندي کېږي او د سیاسي مشارکت له لارې به د یوه پیاوړي حکومت د جوړولو لپاره هڅه کېږي. د دې سند یوه بله مهمه برخه له ګاونډیو او نړیوالو سره د افغانستان اړیکې دي. د اصولنامې له مخې دواړه لوري باید ژمن وي چې له ګاونډيانو او د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې پالي او تر څنګ یې له نړیوالو سره هم د ښو اړیکو د جوړولو لپاره هڅه کوي. بلخوا د دې سند پر بنسټ طالبان او افغان حکومت باید ژمن وي، چې له افغان خاورې به هېڅ بهرني هېواد ته خطر نه متوجه کېږي او تر څنګ یې افغانستان هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې دا خاوره د بل هېواد پر وړاندې وکاروي.

د تازه خپرې شوې اصولنامې په اړه تر اوسه طالبانو او یا هم افغان حکومت غبرګون نه دی ښودلی، خو ویل کېږي چې دغه اصولنامه د ترکیې، قطر، ملګرو ملتونو او امریکا له لوري جوړه شوې او له افغان حکومت او طالبانو سره هم شریکه شوې ده.

سره له دې چې حکومت د امریکا پر وروستیو اقداماتو غبرګون نه ښيي، خو تازه ولسمشر غني په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې د سولې لپاره جامع او واضح طرحه لري. هغه د کوهدامن خلکو ته د وینا پر مهال ویلي، چې له بهره د طرحو د راتګ لړۍ روانه ده؛ خو افغان حکومت هم لاس تر زنې نه دی ناست او خپلې طرحې لري. هغه یو ځل بیا پر افغانانو غږ کړی چې بېړه دې نه کوي او افغان حکومت به په پوره احتیاط افغانستان له روانې پردۍ جګړې خلاصوي.

Tags: featured
Share12Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

هرات کې د سمنټو د سترې کارخونې د جوړېدو چارې پيل شوې

اگست 9, 2026

د ترکيې خارجه وزير: تمه کېږي د سعودي عربستان، ترکيې او پاکستان په ګډ دفاعي تړون کې نوي غړي شامل شي

اگست 9, 2026

ايران: له عمان سره توافق ته نږدې شوي یوو

اگست 9, 2026

د صربيا او اوکريان ولسمشرانو سره وکتل

اگست 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In