یکشنبه, اگست 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

    بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

    ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

    بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

    ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

وکیلان: بهرنیو ځواکونو بشري ناورین جوړ کړ، ژر وتل یې د هېواد په ګټه دي

اپریل 20, 2021
in افغانستان
0 0

د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د سرتېرو د ایستلو په پرېکړه کې د ځنډ راوستلو له امله پر بایډن نیوکه کړې ده او د هغه تازه پرېکړه یې غندلې ده. بلخوا د ولسي جرګې ډېرو غړو د پرونۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال د بایډن دا پرېکړه ستایلې، چې له افغانستانه به خپل ځواکونه وباسي. د ولسي جرګې غړو ټینګار کړی چې د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به په افغانستان کې روان ناورین پای ته ورسېږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړی چې د سپټمبر تر یوولسمې نېټې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي. هغه ویلي چې د سرتېرو د ایستلو لپاره هېڅ شرط نه لري. د دوحې د هوکړې پر بنسټ ټاکل شوې وه چې د ناټو او امریکا ځواکونه د مې تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستان ووځي، خو بایډن دغه موده وغځوله او اعلان یې وکړ چې د سپټمبر تر یوولسمې به یې سرتېري له افغانستانه ووځي. په همدې تړاو د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر بایډن نیوکه کړې ده. ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د سرتېرو د حضور دوام ته هېڅ راز اړتیا او پلمه نشته ده، نو له همدې امله بايډن ته پکار ده چې ټول سرتېري وباسي. ټرمپ ټینګار کړی چې لا هم د مې تر لومړۍ د سرتېرو ایستل ممکن کار دی. د ټرمپ په خبره: «موږ د سرتېرو شمېر راښکته کړ. د سرتېرو د حضور دوام ته هېڅ راز پلمه نشته ده. ټول مالي او نور مسایل مو سنجولي دي، اوس هم د سرتېرو ایستل ممکن دي.»

له دې سره جوخت د ولسي جرګې ډېرو غړو هم د تېرې ورځې غونډې په امتیازي ساعت کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مسئله خبرې وکړې. د ولسي جرګې غړو نیوکه وکړه چې امریکایي ځواکونو په تېرو شلو کلونو کې افغانستان ته یوازې بدمرغي راوړې او دلته یې بشري ناورین رامنځ ته کړی دی. د وکیلانو په خبره، امریکا په افغانستان کې قومي او سمتي تعصبونه رامنځ ته کړل او د دې سبب شوه چې د افغانانو ترمنځ واټن ډېر شي. په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازي په خپلو خبرو کې وویل: «امریکایي ځواکونو ته پکار ده چې ژر تر ژره له افغانستانه ووځي. دوی پخپله راغلي او پخپله به ځي. څومره ژر چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، دومره د افغانانو په ګټه ده.»

د ولسي جرګې غړي همدا راز وایي چې د بهرنیو ځواکونو د حضور دوام دلته د جګړو د دوام سبب کېدلی شي او باید ژر تر ژره له دې ځایه ووځي. وکیلانو د دې تر څنګ پر طالبانو هم غږ کړی دی چې له جګړو لاس واخلي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته ادامه ورکړي. د وکیلانو په خبره، که د طالبانو پلمه بهرني ځواکونه وي، نو دوی خو د خپلو وتلو نېټه معلومه کړه، نو اوس طالبانو ته پکار ده چې له افغانانو سره له جګړې لاس واخلي. په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو یوه استازي په خپلو خبرو کې وویل، که طالبان له جګړو لاس په سر نه شي، نو ښایي د ولس له قهر سره مخ شي. د نوموړي په خبره: «طالبان دې نور د افغانانو پر وړاندې جګړه نه کوي، امریکايي ځواکونه وځي، نو ځکه اوس افغانانو ته پکار ده چې په خپلو کې سره کېني. که طالبان سوله ونه کړي او جګړو ته ادامه ورکړي، ارو مرو د ولس له قهر سره مخ کېږي.»

له دې سره جوخت په امریکا کې هم د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړې غبرګونونه پارولي دي. تازه د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان هم ویلي چې دوی له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي او د سرتېرو تر وتلو وروسته وضعیت باید افغانان پخپله مدیریت کړي. د هغه په خبره، دوی په دومره کلونو کې له افغانانو سره مرسته کړې ده، اوس به هم خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي؛ خو د راتلونکو ګواښونو پر وړاندې مبارزه هم د افغانانو کار دی.

Tags: featured
Share5Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

پزشکیان: د جګړې په اړه د مشرتابه هره پرېکړه به ومنو

اگست 9, 2026

افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

اگست 9, 2026

پنجشېر؛ د لومړۍ ربعې پر مهال د ۱۷.۷ میلیونه افغانیو کورني تولیدات پلورل شوي

اگست 9, 2026

بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

اگست 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In