د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په تازه څرګندونو کې ویلي چې د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې له لارې له افغانستان سره په ملکي برخه کې درې سوه میلیونه ډالر اضافي مرسته کوي. دده په خبره دا مرسته به د روغتیا، پوهنې، ظرفیت لوړونې او نورو دې ته ورته برخو کې لګول کېږي. هغه ویلي چې په دې مرستې سره به د افغانستان د خلکو اقتصادي وضعیت سم شي. امریکا ددې مرستو بل هدف دا بللی چې په افغانستان کې به له اداري فساد سره مبارزه کېږي او تر څنګ به یې د شخړو په هواري او د بیان ازادۍ په ساتنه کې هم ترې ګټه پورته کړل شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې دوی په افغانستان کې د تېرو لاس ته راوړنو د ساتنې لپاره هڅه کوي او له دغه هېواد سره به یې مرستې ډېرې شي. دده په خبره دا درې سوه میلیونه ډالر به روان کال افغانستان ته ورکړل شي.



































