یکشنبه, اگست 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

    بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

    ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

    بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

    ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره چټک تیاری روان دی

اپریل 25, 2021
in افغانستان
0 0

د جو بایډن تر اعلان وروسته امریکايي حکومت په چټکۍ له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو تیاری پيل کړی دی. د تازه معلوماتو له مخې، امریکایي حکومت په منځني ختیځ او د افغانستان شاوخوا هېوادونو کې د خپلو سرتېرو شمېر ډېروي، څو وکړی شي په امنه فضا کې د ناټو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړي. دغه راز د امریکا لویې جنګي الوتکې به په سیمه کې فعالیت کوي او دوی به د سرتېرو د وتلو بهیر اسانوي. همدا راز ګڼو امریکايي چارواکو هم ویلي چې د سرتېرو د وتلو بهیر ته په چټکۍ تیاری روان دی.

وروسته تر هغې چې د امریکا ولسمشر جوبايډن له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړه، تازه امریکايي چارواکو د دغه بهیر د بشپړولو لپاره هڅې پیل کړې دي. د امریکا د دفاع وزارت چارواکو رسنیو ته ویلي چې دوی په منځني ختیځ او د افغانستان په شاوخوا سیمو کې ټول احتمالي ګواښونه څاري او د دغو ګواښونو د ختمولو لپاره سرتېري ډېروي. دغه سرتېري به په سیمه کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو بهیر اسانه کوي او هڅه به یې دا وي چې وکړی شي په خوندي توګه بهرني ځواکونه خپلو مېنو ته ستانه شي.

پنټاګون ویلي چې دمګړی یې منځني ختيځ ته د شپږو الوتکو د لېږلو پرېکړه کړې ده. د پنټاګون ویاند جان کربي وایي چې دوه بي ۵۲ ډوله الوتکې به په افغانستان کې وضعیت څاري او د سرتېرو د وتلو امنیت به تامینوي. هغه وايي چې ټولټال شپږ الوتکې منځني ختیځ کې ځای پر ځای کېږي او دا پرېکړه پنټاګون هم منلې ده. د دې تر څنګ نورو امریکايي چارواکو او بهرنیو رسنیو ویلي چې له افغانستان د امریکايي پوځ د تجهیزاتو د ایستلو بهیر پیل شوی دی. له دې ډلې مېلټري ټایمز ورځپاڼه وایي چې امریکا د خپلو پوځیانو د وتلو لپاره د تیاري په لړ کې له دغه هېواد څخه د تجهیزاتو پر ایستلو ګړندی کار پیل کړی دی. ورځپاڼه کاږي، چې پوځ نه یوازې د خپلو وسلو او وسایلو په ایستلو د مې تر لومړۍ وړاندې کار پیل کړی، بلکې له سیمه‌ییزو قراردادیانو سره یې هم قراردادونه ډېر کړي، څو د تجهیزاتو په ایستلو کې ورسره مرسته وکړي.

بلخوا امریکایي چارواکو ویلي چې دوی د سرتېرو ایستل پیل کړي، خو د سرتېرو د ایستلو پر مهال او تر دې وروسته که اړتیا پېښېږي، دوی په افغانستان کې هوايي بریدونه کولی شي. ډیلي بېسټ خپرونې د امریکایي پوځي چارواکو له قوله ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته هم د اړتیا په صورت کې هوایي بریدونو ته دوام ورکوي. ډیلي بېسټ د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان جنرال مک‌کنزي له خولې لیکلي چې امریکا به افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه له نږدې څاري او که اړتیا یې وه، نو د بې پیلوټه الوتکو په واسطه به خپلو هوایي بریدونو ته دوام ورکړي. راپور کاږي، امریکا ویلي چې دوی به د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته هم اجازه ورنه کړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي ځاله بدل شي.

اسوشیټېډ پرېس بیا په یوه راپور کې ویلي وو چې له افغانستان د ځواکونو د وتلو په تړاو د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي ای اې رییس افغانستان ته راغلی و او دلته یې له افغان چارواکو سره پر مهمو استخباراتي مسایلو خبرې کړې دي. افغان امنیتي چارواکو هم په یوه خبري کنفرانس کې دغه سفر تایید کړی دی.

د امریکايي ځواکونو له وتلو سره هممهاله افغان امنیتي چارواکو ویلي چې طالبانو د روژې له پيل سره هممهاله تاوتریخوالی ډېر کړی دی. د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په یوه خبري غونډه کې یو ځل بیا وویل چې طالبان پر سوله باوري نه دي او په خبره یې، دغه ډلې د سولې پر ځای د جګړو لار خپله کړې ده او تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی.

Tags: featured
Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

اگست 9, 2026

پنجشېر؛ د لومړۍ ربعې پر مهال د ۱۷.۷ میلیونه افغانیو کورني تولیدات پلورل شوي

اگست 9, 2026

بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

اگست 9, 2026

ونس: د هرمز تنګي د امنیت لپاره د ایران ژمنې مهمې دي

اگست 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In