یکشنبه, اگست 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

    بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

    ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

    بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

    ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

افغان چارواکي: د کرونا د درېیمې څپې پر وړاندې جدي اقداماتو ته اړتیا ده

اپریل 27, 2021
in افغانستان
0 0

د افغانستان روغتیايي چارواکو په افغانستان کې د کرونا د درېیمې څپې له پيلېدو خبر ورکړی او وایي چې د دې څپې پر وړاندې باید اړین چمتووالی ونیول شي. د عامې روغتیا سرپرست وزیر پرون په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې له ګاونډیو هېوادونو د کرونا د بلې څپې د راتګ خطر شته، نو له همدې امله دوی حکومت ته یوه طرحه سپارلې چې له مخې یې د دغې څپې د پراختیا مخنیوی وشي. په ورته وخت کې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د کرونا درېمې څپې سختې ستونزې پارولې دي او خلک یې اندېښمن کړي.

افغانستان د کرونا د لومړۍ څپې له پيله له جدي خطر سره مخ و، خو افغانان له دې څپې د ګاونډیو هېوادونو په پرتله د لږ تلفاتو په ورکړه راووتل، خو افغان چارواکي اندېښنه ښيي چې ښایي د کرونا درېیمه څپه خطرناکه او خونړۍ وي. د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح پرون په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د کرونا د کنټرول لپاره جدي اقداماتو ته اړتیا ده او د حکومت په ګډون عامو افغانانو ته هم په کار ده چې د خپل ځان او کورنۍ د ساتلو لپاره اړین تدابیر په پام کې ونیسي.

د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح زیاته کړې چې دوی د ایران او پاکستان پولو ته څېرمه پر تګ راتګ بندیز، له هند سره د پروازونو قطع کېدل، د راټولېدنو مخنیوی او د اضطراري کمېټو فعالولو طرحه له حکومت سره شریکه کړې ده. هغه پر ولایتي رییسانو هم غږ کړی چې باید د دغه ویروس د مخنیوي لپاره اړین اقدامات وکړي او باید پوره چمتووالی ورته ونیسي. سرپرست وزیر دغه راز د اکسېجن کموالی هم جدي ستونزه بللې او پر اړوندو ادارو یې غږ کړی، چې ژر تر ژره دې د کرونا ویروس د ناروغانو لپاره د اکسېجن د تولید کچه لوړه کړي.

هغه په خپلو خبرو کې د عامې روغتیا وزارت ولایتي رییسانو ته هم سپارښتنه کړې، چې هر ډول احتمالي پېښو ته باید تیار وي او د دې وړتیا دې ولري چې په خپلو ولایتونو کې د کرونا وبا د کنټرول لپاره اقدام وکړي. له دې سره جوخت د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وایي چې د کرونا درېیمه څپه په دغه ولایت کې پيل شوې ده. د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې هره ورځ تر سلو پورې تازه مثبتې پېښې په دغه ولایت کې ثبتېږي. ننګرهار د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پروت ولایت دی چې تر ډېره خلک له دې لارې پاکستان ته تګ راتګ کوي. پاکستان، ایران او هند بیا هغه هېوادونه دي چې د کرونا د درېیمې څپې اوج پکې دی او هره ورځ د لسګونه کسانو ژوند اخلي. عامې روغتیا وزارت دا خبرداری هم ورکړی چې که له دې دریو هېوادونو سره په تګ راتګ کې اړین روغتیايي تدابیر مراعات نه شي، نو ښايي خطرونه یې تر دې هم ډېر شي. د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې له پاکستان او ایران سره پر پوله هره ورځ د ۴۰ او۵۰ زرو ترمنځ افغانان تګ راتګ کوي چې په هېواد کې یې د کرونا د بلې څپې خطر لوړ کړی دی.

بلخوا په هند او ایران کې بیا د کرونا تازه څپې ستر ناورین جوړ کړی دی. د وروستیو معلوماتو له مخې، په ایران کې هره ورځ تر پنځو سوو پورې کسان د کرونا له امله مري او اوس په ۲۴ ساعتونو کې د مثبتو پېښو شمېر په دغه هېواد کې تر ۲۰ زرو هم اوړي. په هند کې بیا هره ورځ شاوخوا ۳۵۰ زره نوې مثبتې پېښې ثبت کېږي او دغه هېواد یې له سخت ناورین سره مخ کړی دی. نړیوالو په تېره اروپايي هېوادونو او امریکا په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی چې له هند سره باید د کرونا له امله د بشري ناورین د رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي.

Tags: featured
Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

اگست 9, 2026

پنجشېر؛ د لومړۍ ربعې پر مهال د ۱۷.۷ میلیونه افغانیو کورني تولیدات پلورل شوي

اگست 9, 2026

بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

اگست 9, 2026

ونس: د هرمز تنګي د امنیت لپاره د ایران ژمنې مهمې دي

اگست 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In