ولسمشر غني یو ځل بیا د هېواد د علماو سراسري شورا غړو سره په کتنه کې ويلي، چې که پاکستان غواړي مرکزي اسیا ته ورسېږي، باید په افغانستان کې د تلپاتې سولې ملاتړ وکړي. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دغه کتنه کې ولسمشر غني دا هم وویل چې سولې ته چمتووالی، اراده او طرحه لري، خو همدا راز مبارزې ته هم چمتو دی. ولسمشر غني دغه راز ويلي، چې د اساسي قانون تهداب اسلامي شریعت دی او پکې دوه موضوعات، اسلامي هویت او د خلکو اساسي حقوق د تغییر وړ نه دي.





























