یکشنبه, اگست 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

    بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

    ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

    بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

    ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

په پل علم کې موټربم برید ۱۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

مې 2, 2021
in افغانستان
0 0

د سولې لپاره له نړیوالو او سیمه‌ییزو هڅو سره هممهاله په هېواد کې نا امنۍ ډېرې شوې دي. د همدې نا امنیو په دوام د هېواد ګڼ ولایتونه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ګڼو امنیتي پېښو شاهدان وو. تر ټولو خونړۍ یې وړم ماښام مهال په لوګر ولایت کې موټربم برید و چې له ډول ډول غبرګونونو سره مخ شوی دی. په پېښه کې تر ۲۴ پورې کسان وژل شوي دي. افغان حکومت یې د طالبانو کار بولي، خو دغې ډلې یې تر دې دمه مسوولیت نه دی منلی.

وروسته له هغه چې امریکايي ځواکونو د وتلو په بهیر کې د ځنډ خبره وکړه، طالبانو هم د بریدونو د ډېرېدو خبرداری ورکړ. په تېرو ساعتونو کې د هېواد ګڼ ولایتونه د نښتو، چاودنو او ان هدفي بریدونو شاهدان وو. تر ټولو خونړۍ پېښه د لوګر په مرکز پل علم کې موټربم برید و. وړم ماښام هغه مهال چې د پل علم اوسېدونکي پر روژه ماتي بوخت وو، خورا زورورې چاودنې یې روژه ماتی په غم بدل کړ. د ښار د ډېرې برخې د ودانیو ښیښې ماتې شوي او چاودنې ته نږدې سیمې ویجاړې شوي او زیانمنې شوي دي.

وروستۍ شمېرې ښيي چې په پېښه کې ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان دي. د لوګر ځايي چارواکي وایي چې د یادو ځاني تلفاتو تر څنګ دغه چاودنې درانه مالي زیانونه هم اړولي دي. د لوګر ولایت اوسېدونکي او حکومتي سرچینې وایي چې په چاودنه کې تر ډېره محصلین او هغه زده‌کوونکي وژل شوي او ټپیان دي چې د لوګر له ازرې او ځینو نورو ولسوالیو د کانکور په ازموینه کې د ګډون لپاره پل علم ته راغلي وو. د قربانیانو کورنۍ وایي چې دوی د عدالت غوښتنه کوي او حکومت یې باید ځواب ووايي. د لوګر والي بیا وایي چې دوی پر دغه پېښه سخت خواشیني دي، د اصلي عاملینو د پیدا کولو پلټنه یې روانه ده. هغه همدا راز ویلي چې د لوګر ولایت له زیانمنو شوو کورنیو سره به ژر تر ژره مرستې وکړي او په خبره یې په دغه ولایت کې یوه کمېټه جوړه شوې او دوی به د زیانمنو کورنیو لېست برابروي.

بلخوا دغه پېښه په کور د ننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخ شوې ده. ولسمشر غني په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دغه بریدونه وحشیانه او غیر انساني دي. نوموړي د دې پېښې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې او وايي، طالبانو په دې ډول بریدونو سره یو ځل بیا ثابته کړه چې دوی د جګړې پر سیاسي حل باور نه لري او جګړو ته ادامه ورکوي. ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې د افغانانو پر وړاندې روانه نامشروع جګړه پای ته ورسوي. د ده په خبره: «د نامشروع جګړې په دوام او د عامو افغانانو په وژلو سره طالبان د خدای او ملت پر وړاندې مسوول دي».

د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالي په ډېرولو سره دغه ډول بریدونو ته لار برابره کړې او په خبره یې، که وضعیت همداسې دوام کوي، نو د دې احتمال شته چې د افغان سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع شي. هغه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د سولې لار خپله کړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې دغه پېښه غندلې ده او پر ښکېلو لورو یې غږ کړی دی چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي.

د دې تر څنګ د هېواد د امنیتي ادارو مشرانو په یوه خبري کنفرانس کې دغه پېښه د طالبانو کار بللی دی. د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات ویلي دا برید طالبانو کړی او په خبره یې، افغان ځواکونه به یې ځواب ورکړي. د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار هم دا پېښه بوږنوونکې بللې او په خبره یې، طالبان به د ورته کړنو په دوام خپلو موخو ته و نه رسېږي.

Tags: featured
Share8Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

اگست 9, 2026

پنجشېر؛ د لومړۍ ربعې پر مهال د ۱۷.۷ میلیونه افغانیو کورني تولیدات پلورل شوي

اگست 9, 2026

بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

اگست 9, 2026

ونس: د هرمز تنګي د امنیت لپاره د ایران ژمنې مهمې دي

اگست 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In