یکشنبه, اگست 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

    بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

    ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

    بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

    ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

په کابل کې اورلګېدنې ځاني او درانه مالي زیانونه اړولي دي

مې 3, 2021
in افغانستان, اقتصاد
0 0

په هېواد کې په وروستیو کې د پرله پسې مرموزو اورلګېدنو په دوام تېره شپه د کابل په شمالي دروازه کې یوه درنه اورلګېدنه رامنځ ته شوې ده. د معلوماتو له مخې، په پېښه کې ځاني او مالي زیانونه اوښتي او تر څنګ یې خلکو ته سختې اندېښنې هم پیدا کړې دي.

عام وګړي د دغه ډول پېښو په اړه ډول ډول غبرګونونه ښيي، خو تر څنګ یې په مشرانو جرګه کې سناتوران هم حکومت د دې پېښو په اړه په بې پروایۍ تورنوي. دوی وایي، باید ژر تر ژره روښانه شي چې د دغو پېښو لامل څه دی او کومې کړۍ یې تر شا لاس لري.

تېر ماښام د کابل د شکردرې ولسوالۍ اړوند په شمالي دروازه کې درنه اورلګېدنه رامنځ ته شوه. دغه اورلګېدنه لومړی د تېلو په یوه ټانکر کې رامنځ ته شوې، له دې ځایه نورو ټانکرونو ته غځېدلې ده، باروړونکي موټر یې سوځېدلي او د تېلو تر یوه پمپ پورې د دې اور لمبې رسېدلې دي. ویل کېږي چې په دې پېښه کې لسګونه ټانکرونه سوځېدلي، خو دقیقه شمېره یې نه ده په ډاګه شوې. یوازې دا نه ده، بلکې د دغه اور له امله ګڼ باروړونکي موټرونه، د خلکو کورونه او یو د تېلو پمپ ویجاړ شوي دي. له دې ورهاخوا بوږنوونکې خبره دا ده چې دې پېښې ۲۴ هېوادوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده. ځينې سرچینې په پېښه کې د نهو کسانو او ځينې بیا د لسو کسانو د وژل کېدو خبره کوي. کورنیو چارو وزارت وایي چې په دې پېښه کې څوارلس کسان ټپیان دي، خو د سیمې اوسېدونکي او عیني شاهدان بیا دا شمېرې لوړې ښيي.

دا لومړۍ پېښه نه ده چې خصوصي سکتور یا افغان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوړي، بلکې تر دې وړاندې د هرات او فراه په ګمرکونو کې هم ورته پېښې رامنځ ته شوي چې افغان سوداګر یې سخت زیانمن کړي دي. د دغو پېښو تر ټولو بوږنوونکې یې د هرات په ګمرک کې اورلګېدنه وه، چې نږدې زر د تېلو ډک ټانکرونه او باروړونکي موټر پکې د اور د لمبو خوراک شول. سره له دې چې دغه پېښې په وروستیو کلونو کې تر ټولو بوږنوونکې او خلکو ته د اندېښنې وړ بلل شوي، خو تر دې دمه حکومت په دې اړه هېڅ راز معلومات له خلکو سره نه دي شریک کړي او نه یې هم د لامل په روښانه کولو بریالی شوی دی.

د ملي شورا د سنا جرګې ګڼو غړو هم تېره ورځ به خپله عمومي غونډه کې حکومت د دغه ډول پېښو پر وړاندې په بې غورۍ تورن کړ او دا مسایل یې د جدي اندېښنې وړ وبلل. دوی وویل چې ښایي ځینې کړۍ د دې پېښو تر شا وي او وغواړي چې په دې توګه د افغانستان اقتصاد ته زیان ورسوي، نو له همدې امله حکومت ته په کار ده چې ژر تر ژره لاس په کار شي او د یادو پېښو ټول اړخونه روښانه کړي. د مشرانو جرګې غړی انجنیر محمد خان وایي، حکومت دې دا پېښې وپلټي، څو روښانه شي چې دا تخنیکي ستونزې دي او که نه د دښمن ورانکاره فعالیتونه دي. د ده په وینا: «دا باید حکومت روښانه کړي، چې د دښمن کار دی که تخنیکي ستونزه ده».

د مشرانو جرګې غړو دغه راز حکومت په ګمرکونو او وردوي دروازو کې په کم‌کارۍ او فساد تورن کړ او په خبره یې، د دوی د بې پروایۍ له امله افغان سوداګرو ته مالي زیانونه اوړي چې بیا یې وروسته لامل هم نه روښانه کېږي او پلټنه یې هم نه کېږي. د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار وویل چې دا پېښه باید په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار بیا وایي چې حکومت هېڅ ځان د ورته پېښو په اړه مسوول نه بولي او نه هم دې ته تیار دی چې د ولس پوښتنو ته ځواب ورکړي. د ده په خبره، حکومت دې ژر تر ژره ولس ته د یادو پېښو په اړه وضاحت ورکړي او هغه دې په هر اړخیزه توګه وڅېړي.

Tags: featured
Share8Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

اگست 9, 2026

پنجشېر؛ د لومړۍ ربعې پر مهال د ۱۷.۷ میلیونه افغانیو کورني تولیدات پلورل شوي

اگست 9, 2026

بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

اگست 9, 2026

ونس: د هرمز تنګي د امنیت لپاره د ایران ژمنې مهمې دي

اگست 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In