د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني نن د دغې جرګې په عمومي غونډه کې چې د مالیې وزارت سرپرست هم موجود و، وویل چې په مالیې وزارت کې هره ورځ اته میلیونه ډالر حیف و میل کېږي. نوموړي زیاته کړې چې په یاد وزارت کې فساد خپل اوج ته رسېدلی او ټینګار یې کړی دی چې دغه وضعیت نور هیڅ افغان ته د منلو نه دی. په ورته وخت کې د مالیې وزارت سپرست خالد پاینده هم د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې په دغه وزارت کې د فساد خبره منلې او زیاته کړې یې ده چې په ګمرکونو کې د مداخلې او پراخ اداري فساد له امله په ورځني ډول تر اته میلیونه ډالر نه راټولېږي. هغه زیاته کړې چې په دې چاره کې د ګمرک مامورین، بېلې دولتي او غیر دولتي کړۍ لاس لري. د ویلو ده چې تر دې وړاندې ولسمشر غني هم ویلي وو چې د افغانستان لږ تر لږه پنځوس سلنه عواید غلا کېږي.



































