د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، د خوږياڼو ولسوالۍ د سيمه ييزې اردو يوه ټولۍ تر روزونې وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې فارغ او يادې ولسوالۍ ته د خدمت په موخه ستانه شوي دي. د ننګرهار ولایت مقام لخوا په خپاره شوي بیان کې راغلي، د فراغت مراسم چې په ۲۰۱ سیلاب قول اردو کې جوړ شوي و، په کې د قول اردو قوماندان ډګرجنرال محمدزمان وزيري، په ګډون یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی وو. وزيري وويل، چې د خوږياڼو ولسوالۍ هغه ځوانان، چې پخوا يې د ملي اردو په ليکو کې دنده تر سره کړې وه په خپله خوښه د سيمه ييزې اردو په ليکو کې شامل شوي دي. نوموړي وويل، چې ياد ځوانان تر مسلکي زده کړو او روزنې وروسته فارغ شوي او په خوږياڼو ولسوالۍ کې به خپلو خلکو ته د خدمت او د خپلې سيمې د امنيت ساتلو په موخه به په مجهزو پوستو کې ځای پر ځای شي. د نظامي او پوځي چارو د شنونکو په باور د سیمه ییزې اردو جوړېدل یو مثبت ګام دی او که چېرته یې ښه مدیریت وشي د سیمو په امنیت کې به ښه رول ولري.




































