د اقتصادي پراختیا او همکاریو سازمان مشر وایي، یاد سازمان به له افغانستان سره خپلو هر اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي. انجیل ګوریا یادې څرګندونې له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره د لیدنې پر مهال کړې دي. د اجراییه ریاست پر فیسبوک پاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، اجراییه رییس نن په اروپا کې د یاد سازمان له مشر سره لیدلي دي. سرچینه کاږي چې ګوریا په دې لیدنه کې په کابل کې د پرون ورځې پېښې د غندنې تر څنګ اجراییه رییس ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړې او له فساد سره د مبارزې په برخه کې یې د افغان حکومت هڅې ستایلې دي. ګوریا له نړیوالو مرستو نه د ګټنې په برخه کې د افغان حکومت قاطعیت او شفافیت ته په اشارې ویلي چې یاد سازمان چمتو دی په اقتصادي او نورو برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د سرچینې په وینا عبدالله د یاد سازمان او افغانستان تر منځ د هدفمندو اقتصادي همکاریو د هوکړه لیک پر لاسلیکولو ټینګار کړی چې ګوریا یې د وړاندیز هرکلی کړی دی. اجراییه رییس دغه راز په یاده لیدنه کې د افغانستان د اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه هم له نوموړي سره خبرې کړې، د یاد سازمان او د نړیوالو بنسټونو د مرستو د مصرف په برخه کې یې د روڼتیا ډاډ ورکړی دی.