د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي په کابل کې د دیني عالمانو پر غونډه پرونی برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو نه بښوونکی جنایت بللی دی. قاسمي ویلي چې دا ډول بریدونه د هغو کړیو لخوا کېږي چې غواړي د اسلامي ټولنو تر منځ د نفاق اور ته لمن ووهي. نوموړي یاد برید یو غیر اسلامي او شیطاني عمل بللی او ویلي یې دي چې افغانان باید یووالی ټینګ او په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي. هغه ټولو افغانانو ته د ایران د ملت او حکومت په استازولۍ د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې پرون په کابل کې د میلاد النبي (ص) په ویاړ جوړه شوې غونډه کې ځانمرګی برید وشو چې له امله یې د دیني عالمانو په ګډون تر ۵۰ ډېر کسان ووژل شول او تر ۷۰ ډېر نور ټپیان شول.




































