د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت وایي، په پام کې لري چې د افغان کاروکوونکو د ظرفیت لوړونې لړۍ دا ځل په هند کې پیل کړي. دا څرګندونې د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مچي لنګ له اجراییه رییس سره د لیدنې پر مهال کړې دي. د اجراییه ریاست پر رسمي فیسبوک پاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې اجراییه رییس د اقتصادي پراختیا او همکاریو سازمان ناستې په څنډه کې په اروپا کې د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال مچي لنګ سره لیدلي. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت بحث او خبرې اترې کړې دي. مچې لنګ د تېرو ۱۷ کلنو لاسته راوړنو د ساتنې په موخه له افغانستان سره د لا ډېرو همکاریو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، پولنډ چمتو دی چې له افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړې چې دوی به د افغان کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د روزنې لړۍ په هند کې پیل کړي. سرچینه کاږي چې اجراییه رییس په هر اړخیزه برخه کې د پولنډ له مرستو د مننې تر څنګ د یاد هېواد د همکاریو د لا پراختیا غوښتنه کړې ده.