د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چې د قوس یا لیندۍ میاشتې تر ۲مې نیټې پورې به د لسو ولایتونو د ټاکنو پایلې اعلان کړي. میرزا محمد حق پرست د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال ویلي، چې تر دې دمه د ۳۳ ولایتونو رایې سیستم ته د ننه شوې دي او تر ۴۵ سلنه پورې کارونه یې بشپړ شوي دي. دده په خبره له دې ډلې د لسو ولایتونو رایې په مکمله توګه سیستم ته د ننه شوې دي او د قوس په دویمه نېټه به یې پایلې اعلان شي. تر دې مخکې ټاکل شوې وه چې د عقرب میاشتې په ۱۹مه یعنې نږدې لس ورځې مخکې د ټاکنو پایلې اعلان شوې وای. خو کمیسیون په رایو او سیستم کې ستونزه ددغه پایلو د اعلان د ځنډ لامل بولي.




































