د سعودي د بهرنیو چارو وزیر له بي بي سي سره په خبرو کې د جمال خاشقجي په وژلو کې د خپل ورور او ولیعهد محمد بن سلمان لاس لرل بیا رد کړي دي. عادل جبیر له دندې د محمد بن سلمان لرې کول د سعودي د حکومت له سرې کرښې اوښتل وبلل او زیاته یې کړه، چې ریاض به په داسې اقدام لاس پورې نه کړي. نوموړی وایي هغه کسان به خپل سزا وویني چې د خاشقجي په وژلو کې لاس ولري. د سعودي د بهرنيو چارو وزير بي بي سره په ځانگړې مرکه کې د خاشقچي له قضيې سره د ترکيې پر چلند هم نيوکې کړې او ویلي یې دي چې د ثبوت په وړاندې کولو کې پاتې راغلي دي. تر دې یوه ورځ وړانداې د امریکا کانګرس ویلي، تر پلټنو وروسته دې دا وښودل شي چې ولیعهد محمد بن سلمان د خاشقجي په وژلو کې لاس لري کنه. ددې غوښتنې له مخې د ولسمشر ټرمپ حکومت اړ دی چې خپلې پلټنې بشپړې کړي او کانګرس ته یې په اړه معلومات ورکړي.