د مالستان او جاغوریو ولسوالۍ له ۶۰ تر ۷۰ سلنې پورې وګړي بېځایه شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي په هېواد کې په تېره اونۍ کې سختو جګړو زرګونه کورنۍ بېځایه کړې دي. ددغه ادارې د معلوماتو له مخې یوازې د غزني د مالستان او جاغوریو ولسوالۍ له ۶۰ تر ۷۰ سلنې وګړي بامیانو او غزني ته کډه شوي دي. ددغه ادارې په راپور کې راځي چې روان کال نږدې ۲۹۰ زره کسان د جګړو له امله بېځایه شوي دي. د سرچینې په وینا جګړو یوازې په تېره یوه اونۍ کې ۶۶۳۵ افغانان له خپلو مېنو بې ځایه کړي او د نورو لاملونو له کبله بیا په تېرې اونۍ کې ۴۰۲۸۵ کسان بېځایه شوي دي. پر دې سربېره د ننګرهار د خوګیاڼو په ولسوالۍ کې د جګړو له کبله ۱۰۲۸ کسان د جلال اباد ښار او نورو سیمو ته تښتېدلي دي. پر جګړو سربېره سږکال بیا هم وچکالیو زرګونه افغانان د خپلو کورونو او سیمو پرېښودو ته اړ کړي. د راپور په اساس بادغیس، هرات، غور او فراه هغه ولایتونه دي چې د وچکالیو له کبله په کې ډېر خلک نورو سیمو ته تللي.