د مرکزي امریکا زرګونه کډوال د امریکا پولې ته نږدې شوې، خو امریکا وايي پر وړاندې یې نظامي اقدام نه کېږي. د امریکا ددفاع وزیر جیمز متیس وايي، هغه سرتېري چې له مکسیکو سره پر پوله ځای پر ځای شوي وسلې نه لري او یوازې هغه کډوال به ونیسي چې له پولې امریکا ته ور اوړي. نوموړي کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې د پولو په اړه د امریکا قوانینو ته درناوی وکړي او که داسې ونه کړي د پولیسو له لوري نیول کېږي او د قانون منګولو ته سپارل کېږي. تر دې وړاندې ټرمپ ویلي و، چې که کډوال امریکا ته ننوځي نو امریکايي پوځيان ورته منتظر دي او غبرګون به وښيي. خو متیز وایي له دې اړخه دې د ټولو زړه ټول وي چې پر وړاندې یې پوځي اقدام نه کېږي خو که له پولې ور واوړي نیول کېږي. د کډوالو استازو بیا ویلي چې دوی د امریکا قوانینو ته درناوی لري، خو په دغه هېواد کې سوله ییز ژوند غوره کوي او د خپلو کورنیو راتلونکې جوړوي.