د حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د فرانسې له خبري اژانس سره د خبرو پر مهال ویلي چې طالبان د سولې د خبرو په برخه کې جدي نه دي او تر دې دمه یې هیله بښونکی غبرګون نه دی ښودلی. د نوموړي په خبره په دې وروستیو کې د نړیوالې ټولنې او امریکا له لوري د افغانستان د سولې په برخه کې جدي ګامونه اوچت شوي دي خو طالبانو داسې غبرګون نه دی ښودلی چې هغه دې هیله بښونکی وي. د عبدالله په خبره سره له دې چې په دې اړه قضاوت له وخت مخکې دی، خو د افغان حکومت تجربې ښيي چې طالبان د سولې اراده نه لري او په دې برخه کې جدي نه دي. عبدالله عبدالله همدا راز ویلي چې د افغانستان راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې پر خپل وخت ترسره کېږي او د هغه د ځنډېدو ګنګوسې ناسمې دي.



































